کونړ کې پر قومي جرګې ځانمرګی شوی

د افغانستان له ختيځ کونړ نه راپورونه وايي چې له يوې قومي غونډې سره نژدې ځانمرګی بريد شوی دی.

چارواکي وايي د ناړۍ په ولسوالۍ کې شوي دغه بريد يو تن وژلی او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

چارواکي وايي بریدګر د سرحدي پولیسو جامې پر تن وې او کله چې ورته د درېدو امر وشو نو وسله وال غبرګون یې وښود او چاودنه یې وکړه.

په سملاسي ډول د بريد مسؤوليت چا نه دی منلی.