انګ سان سوچي ناروې کې د نوبل جایزه اخلي

د برما ديموکراسي پلوه مبارزه انګ سان سو چي د نوبل هغې جايزې منلو لپاره په ناروې کې ده، چې کاله مخکې يې ګټلې وه، خو په اخيستو يې نه وه توانېدلې.

مېرمن سوچي له هغې راهيسې اوس اروپا ته پر خپل لومړي سفر ده، چې برمايي چارواکو په ۲۰۱۰ کال کې له کوربندۍ ازاده کړه.

په اوسلو کې خبریالانو ته په وينا کې دې د ناروې له خلکو او نورو مننه وکړه، چې د دې له هېواد سره يې د د ې په خبره پېچلو وختونو کې مرسته وکړه.