بنګله دېشي کارکوونکو احتجاج کړی، معاش غواړي

په بنگله دېش کې د جامو جوړولو شا و خوا درې سوو کارخانو د زياتې تنخواه لپاره د کارکونکو د څو ورځني احتجاج وروسته خپل کار د نا مالومې مودې لپاره وځنډاوۀ.

د جامو يا کاليو جوړوونکو د ټولنې مشر محمد شفيع الاسلام وويل دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې له احتجاجيانو سره خبرې اترې د ټپ ولاړ حالت په ماتولو کې پاتې راغلې.

اټکل کيږې چې د دغې پرېکړې له امله د اشوليا د سيمې چې پلازمېنې دهاکه ته نږدې تر ټولو لويه صنعتي سيمه ده ټولې کارخانې وټړل شي.

د جامو جوړولو د صنعت د کارکونکو په تنخواه گانو دوه کاله وړاندې زياتوالى راغلى وو خو د کارگرانو ټولنه وايي چې د پيسو د پړسوب يا انفلاسيون له کچې سره يې برابري نه شواى کولاى