امریکا کې ۴ جاپاني غر ختونکي تري تم شوي

څلور جاپاني غر ختونکي د الاسکا د مونت مکنلي پر غرۀ د واورې د ښويدو له يوې پېښې وروسته تري تم شول او اټکل دى چې مړه شوي به وي.

د غرۀ ختونکو د ډلې يو غړى له پېښې ژوندى را وتى دی.

پېښه د تېرې پنجشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه چې غرۀ ختونکي د شمالي امريکا د تر ټولو لوړ غرۀ له څوکې د کوزېدو په حالت کې وو.

د ژغورونکو ډلې لا تر اوسه کوم مړى او يا هم د غرۀ ختلو وسايل نه دي موندلي.