د برما حکومت وايي ورانکارو ته به سزا ورکړي

د برما حکومت ژمنه کړې چې هغه کسان به ومومي چې په راخین ایالت کې یې د بودیانو او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالي ته لمن وهله.

د روانې میاشتې په سر کې د غچ اخیستلو په بریدونو او تاوتریخوالي کې نژدې ۵۰ کسان ووژل شول او له ۳۰ زرو ډیر نور بې ځایه شول.

د برما د سرحدونو وزیر وايي، دغه ډول ناقانونه کړنې ورته د منلو نه دي.

د غه وزیر وايي، ډیر ژر به په سیمه کې ثبات ټینګ کړي او د بې ثباتۍ عاملانو ته به قانوني سزا ورکړي.