لیبیا د ملیشوو ترمنځ د جګړې پای غوښتی

د لیبیا منځ مهالي حکومت خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې د دغه هېواد په لویدیځ کې د یاغي ملیشوو ترمنځ، د نژدې یوې اوونۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره اړین ځواک وکاروي.

حکومت په یوې اعلامیه کې زنتان، میزده، او د شیجایجه شاوخوا سیمې پوځي اعلان کړي دي.

دغلته په نښتو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.

په زنتان کې هغه یاغیان، چې د ډګروال قذافي پرضد پاڅونونو کې يې برخه درلوده، له هغو قبیلوي یاغیانو سره په نښتو کې ښکیل دي، چې د قذافي په را پرځولو کې یې برخه نه درلوده.