د ولیعهد نایف د جنازې مراسم مکه کې ترسره کيږي

ټاکل شوې په څو ساعتونو کې به د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاد نایف بن عبدالعزیز د جنازې مراسم د عربستان په مکه ښار کې ترسره شي.

د نایف بن عبدالعزیز مړی، له جینیوا نه، چې هلته د درملنې لپاره تللی و، سعودي عربستان ته لېږدول شوی دی.

ټاکل شوې د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر مشران به د هغه د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.

افغان ولسمشر حامد کرزی هم د شهزاده نایف د جنازې په مراسمو کې د برخې اخیستو لپاره د عربستان مکې ښار ته رسېدلی دی.

شهزاده نایف بن عبدالعزیز د جون ۱۶، د ۷۸ کلونو په عمر د سویس په جینیوا کې د ور پيښې ناروغۍ له امله مړ شو.