کاپیسا کې ځانمرګي برید شپږ کسان وژلي

افغان چارواکو ویلي چې د ختيځ کاپیسا ولایت په مرکز کې ځانمرګي برید لږترلږه شپږ کسان وژلي او یوشمېر نور یې ټپیان کړي دي.

برید د تګاب ولسوالۍ په یوه مارکېټ کې شوی دی.

په وژل شوو کې د پولیسو یو سیمه ییز قومندان او د هغه زوی او دوه ساتونکي هم دي.