م.م: تېر کال ۸۰۰ زره کسانو خپل هېوادونه پرېښي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وایې تېر کال شاوخوا اته سوه زره کسان له خپلو هیوادونو څخه تېښتې ته اړایستل شوي دي، چې دوی دا شمېره په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړه بولي.

په ۲۰۱۱ کال کې په ټوله نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو ټولیزه شمېره څلور اعشاریه درې میلیونو ته رسېدلې چې په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې بې کوره شوي، خو بېرته په خپلو هېوادونو کې پاتې شوي دي.

یو ان اچ سي آر په خپل کلني راپور کې ویلي اوس دا چې هر کال د بې ځایه سویو وګړو شمېره په پرله پسې ډول ډېرېږې، نو د اندېښنې حد ته رسېدلي دي.

دغه اداره وایي مهمه دا ده چې همدغه بې ځایه شوي کسان کلونه کلونه په همدې حالت کې پاتېږي.

دغه اداره وایې د نړۍ په کچه افغانستان هغه هېواد دی چې د بېځایه شویو شمېر په کې تر ټولو ډېر دی او ورپسې د عراق، سومالیا او سودان هېوادونه راځي.