پېښور کې پښتو سندرغاړې غزاله جاوېد وژل شوې

وتلې پښتو سندرغاړې غزاله جاوېد له خپل پلار سره يو ځاى په پېښورکې د ناپېژاندو توپکمارو په ډزو وژل شوې ده.

تر اوسه لا د وژنې پړه چا نده منلې او لا مل يې هم روښانه نه دى.

غزالې نژدې يوه لسيزه سندرې وويلې او ډېر مينه وال يې وموندل.