وسله والو د چپرهار مرستیال ولسوال وواژه

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ مرستيال او اداري مدير په يوۀ وسله بريد کې نن (سه شنبه) سهار مهال ووژل شول.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدلزي بي بي سي ته وويل دغه دواړه چارواکي د يادې ولسوالۍ په تريلي سيمه کې د ولسوالۍ پر لوري روان وو چې د ناڅرګندو وسله والو تر بريد لاندې راغلل.

تر دې دمه وسله والو طالبانو يا بلې کومې حکومت مخالفې ډلې ددې بريد مسؤوليت نه دى منلى.

چپرهار د جلال اباد ښار په سوېل کې پرته نا امنه ولسوالي ده چې وخت نا وخت ترې د نا امنيو د پېښو راپورونه ورکول کېږي.