د بوسني سربانو د قاتل ملادیچ محاکمه وځنډېده

د بوسني سربانو د پخواني پوځي قوماندان راتکو ملاديچ محاکمه په هاگ کې تر بلې لارښوونې ځنډول شوې ده.

ټاکل شوې وه ددغې قضيې څېړل راروانه اوونۍ له سره پيل شي.

پر راتکو ملاديچ پر ١٩٩٠ مو کلونو کې د بوسنيا د جگړې پر مهال، د جنگي جنايت، د بشريت خلاف جنايتونو او ټولوژنې رسمي تور لگېدلى دى.