اسراییلو پر غزې تراډې هوايي برید کړی

اسراييلو تېره شپه په غزه، نور هوايي بريدونه کړي، په داسې حال کې چې فلسطيني جنګياليو بيا پر اسراييلو نور توغندي توغولي.

د اسراييلو پوځي سرچيني او فلسطيني منابع وايي د تاوتريخوالي په وروستيو پېښه کې يو فليسطينۍ جنګيالی وژل شوی دی.

دغه نښتې له تېرو دريو ورځو راهيسې ادامه لري او د فلسطيني جنګياليو د وژل شويو شمېر په کې اوو ته ورسېد.

د اسراييلو پوځ وايي د دوشنبې له شپې راهسيې شاوخوا پنځوس توغندي پر اسراييلو لګېدلي دي.

دا په وروستيو مياشتو کې د تاوتريخوالي تر ټولو بده پېښه ده.