جولیان اسانج لندن کې د ایکوادور سفارت ته پناه وړې

ايکوادور وايي د ويکي ليکس بنسټگر جوليان اسانج، لندن کې ددوى سفارت ته له ورتلو وروسته د سياسي پناه غوښتنه کړې ده.

د ايکوادور د بهرنيو چارو وزير رېکاردو پتېنو وويل، دهغه پر دغې غوښتنې غور کېږي.

ښاغلى اسانژ له لندن نه سويډن ته له استولو سره مخامخ دى چيرې ،چې پر دوه وميرمنو پر جنسي تيري تورن دى.

هغه دغه ادعاوې ردوي . د ايکوادر کيڼ اړخي ولسمشر رافايل کوري ته په استول شوي ليک کې ښاغلي اسانژ ويلي چې له ويکي ليکس سره د کار کولو او سياسي دلايلو له کبله محاکمه کيږي.

ويکي ليکس ويبپاڼې په ٢٠١٠ کال ،دامريکا د بهرنيو چارو وزارت په زرگونو پټې مخابرې خپرې کړي.