مصر کې د ټاکنو پايلې ځنډول شوي

د مصر د انتخاباتو کمیسیون وایي د اخوان المسلمین د نوماند محمد مرسي او د پخواني لومړي وزیر احمد شفیق تر منځ د ولسمشریزو ټاکنو دپایلو اعلان یې ځنډولی دی.

وړاندي ټاکل شوې وه چې دغه پایلې د پنجشنبه په ورځ اعلان شي ، خو د انتخاباتو کمیسیون وایي دوی د هغو سلګونو شکایتونو د ارزوني لپاره چې د دواړو سیالانو له خوا وړاندي شوي ، ډیر وخت ته اړتیا لري .

دواړه لوري ادعا کوي چې د تیرې اونۍ ټاکنې یې ګټلي دي.

په قاهرې کې د تحریر څلور لارې کې راټولو شویو مظاهره چیانو د دغه ځنډ له کبله خواشینې ښودلې .