ترکيې په عراق کې دننه عمليات کړي

ترکیې دعراق شمال کې د کردي یاغیانو په وړاندې هوایې بریدونه پیل کړي.

دا د هغه برید ځواب دی چې د پی کې کې یاغیانو له خوا شوي او اته ترکي سرتیري په کې ووژل شول.

د ترکیې پوځ ویلي د دوی ځواکونه د جنګي جټ الوتکو ، هلیکوپترو او بې پیلوټه الوتکو په ملتیا په عراق کې دننه او پر پوله پي کې کې په نښه کوي.

پوځ وایي تر اوسه په دغو عملیاتو کې ۲۶ کردي یاغیان وژل شوي دي.

د پي کې کې ډلې له څو کلونو راهیسې د عراق له شمال څخه پر ترکیې بریدونه کړي دي.