حکومتي ځواکونو په سوري ښارونو کې ۹۰ کسه وژلي

سوري مخالف فعالين وايي د پنجشنبې په ورځ حکومتي ځواکونو شاوخوا ۹۰ کسه وژلي دي.

دوی وايي ډيری دغه وژنې په پلازمېنه دمشق، حمص او درعا کې شوي چې د دوی په خبرو د ډزو له امله وژل شوي دي.

د پاڅون د همغږې کوونکې ټولنې غړی عامر الصادق وايي حکومتي ځواکونه په ښکاره د اوسېدو سيمې بمباري کوي او ډزې پرې کوي.

دی وايي د رژيم پوځيانو په ښکاره د دوما سيمه بمباري کړې ده او له څو ورځې راهيسې دغلته بمباري او ډزې روانې دي.

ښاغلی الصادق وايي دا دزې او وژنې يوازې په دمشق کې نه دي، بلکې په حمص او درعا کې هم همدا حالت دی.