راجه پرويز اشرف د پاکستان صدر اعظم شو

د پاکستان ولسي جرګې د واکمن پيپلز گوند نوماند راجه پروېز اشرف په لوى اکثريت د لومړي وزير په توگه منلى دى.

ښاغلي اشرف له ٣٤٢ رايو څخه ٢١١ رايې ګټل دي . راجه پروېز اشرف د پنجاب ايالت اوسېدونکى دى او د پيپلز گوند يو له ډيرو پخوانيو غړيو څخه دى. دۀ له پاکستانيانو سره ژمنه کړې وه چې د برېنښا کمښت به ختموي .

ښاغلی اشرف وروسته له هغې د لومړي وزیر په توګه ونومول شو، چې سترې محکمې پخوانی لومړی وزیر یوصف رضا ګیلان له واګه ګوښه کړل.