د سوريې په حلب کې ۲۶ جسدونه موندل شوي

د سوريې په حلب ښار کې د ۲۶ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

سوري فعالين وايي دوی په دې باور دي چې دغه کسان به حکومت پلوو شبيهه ملېشو وژلي وي.

فعالين وايي حکومتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهيسې په دغه سيمه ګولۍ اوروي.

د سوريې حکومت وايي وژل شوي واړه ملکيان دي چې د دوی په خبره د وسله والو ترهګرو له لوري وژل شوي دي.

بل خوا ملګري ملتونه وايي شاوخوا نيم ميليون سوري خلک مرستو ته اړتيا لري.

په بشري برخه کې د ملګرو ملتو دفتر وايي له زيات نه زیات نورو سوري وګړو د جګړو له وېرې خپل کورونه پرېښې دي.