اسراییلي بریدونو ۱۷ فلسطینیان ټپیان کړل

د فلسطین د روغتیا چارواکي وايي، اسراییلو تېره شپه پر غزې تراډې لږ تر لږه دوه هوايي بریدونه کړي او نژدې اوولس تنه یې ټپيان کړي دي.

دغه بریدونه وروسته له هغه کیږي، چې د جمعې په ورځ اسراییلو په یو بل هوايي برید کې دوه فلسطینیان ووژل.

داسې ښکاري، چې دغه بریدونه د هغو توغندیو په ځواب کې شوي وي، چې له غزې پر اسراییلو توغول شوي وو، خو څوک په کې ټپیان شوي نه وو.

دغه وروستي تاوتریخوالي ښایي د حماس او اسراییلو ترمنځ د درې ورځنې اوربند له ګواښ سره مخامخ کړي.