سوېل کې طالبانو یو ایساف سرتېری وژلی

افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي چې د هېواد په سوېل کې یې یو سرتېري د اورپکو په ډزو وژل شوی دی.

د وژل شوي سرتېري هویت نه دی په ډاګه شوی.

ایساف پخپله خپره کړې ویناپاڼه کې وايي، پېښه د شنبې په ورح (جون ۲۳) شوې ده.

سوله ساتو ځواکونو په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په سوېل کې یې یوه چورلکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

دوی ویلي چې په پېښه کې د چورلکې عملې ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.