جګپوړی کاتولیک ملا په جنسي تور محکوم شوی

د امریکا کاتولیک کلیسا یو جګپوړی پادري مسیګنور ویلیم لاین پر ماشومانو د جسني تېري په تور محکوم شوی دی.

که څه هم ښاغلی لاین له دوو ورته تورونو سپین ختلی، خو پنسلوانیا کې محکمې هغه له دې اړخه تورن کړی، چې ګني له یوه ځایه یې د ماشومانو د لېږد پرمهال پر هغوی جنسي تېری کړی دی.

دغه جګپوړی پادري چې د سلګونه نورو کوچنیو پادریانو کار څاري، امریکا کې تر ټولو جګپوړی پادري دی چې د ماشومانو به جنسي تېري محکومېږي.

مخکې د واتیکان ځینې کوچني پاپان هم په جسني تېري تورن شوي وو.