د یونان د مالي پورونو پر سر خبرې وځنډېدې

ټاکل شوې د یونان د مالي پورونو د شرایطو د اسانولو په اړه راتلونکي خبرې اترې د دغه هېواد د لومړي وزیر او د مالیې د وزیر د روغتیایي ستونزو له کبله وځنډول شي.

ټاکل شوې وه یونان ته د پور ورکوونکو ډله چې په هغو کې د نړیوال وجهي صندوق، اروپایي کمیسیون او د اروپا د مرکزي بانک استازي دي، د دوشنبې په ورځ (د جون ۲۵) سره جرګه شي، خو د یونان لومړی وزیر انتونیوس ساماراس د سترګې د جراحۍ له کبله باید په روغتون کې وي .

د ښاغلي ساماراس ډاکټر وایي دا مهال سفر کول د هغه روغتیا ته ښه نه دی.

"دی به د پنج شنبې په ورځ (د جون ۲۸) داروپایي ټولنې په سرمشریزه کې هم ګډون ونه کړای شي. د یونان حکومت د پورونو د موافقې په اړه د بیا غور لارې چارې لټوي".