د سوريې ۳۰ پوځیانو وطن پرې ايښی

د سوریې پوځیانو یوه ۳۰ کسیزه ډله چې لوړ پوړي افسران هم په کې شامل دي ګاونډ هېواد ترکیې ته اوښتي دي.

دوی خپلې دندې پرې ایښي او تېښته یې کړې ده.

د ترکیې دولتي خبري رسنۍ اناتولي وايي په تښتېدلو کې یو جنرال، دوه ډګروالان او یو جګړن له خپلو کورنیو سره شامل دي.