روسیه له اسراییلو سره پر سوريې او ایران غږیږي

د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين په مارچ کې د ولسمشرپه توگه تر ټاکل کېدو وروسته له اسراييلو لیدنه کوي.

ښاغلى پوتين به د اسراييلو له لومړي وزير بينيامین نتنياهو سره وگوري او اټکل کيږي چې د سوريې پر لانجې او د ايران د اټومي پروگرام په تړاو به د اسراييلو پر اندېښنو هم خبرې وکړي.

د نتنیاهو په ښار کې د جرمني ناڅیانو سره د جګړې د یادګاري څلي د ایښودو پر مهال، د اسراییلو ولسمشر شیمون پېرز له ښاغلي پوتین نه وغوښتل چې د ایران د ګواښونو او په سوریه کې د وینو توېېدنې مخه ونیسي.