د سوډاني یاغیانو ملاتړی اوربند غواړي

د سوډاني یاغیانو یو پلوي د بېړني اوربند وړاندیز کړی دی، په دې شرط چې په خرطوم کې د خوځښتونو له خوا اوسنی حکومت راوپرځول شي.

د یاغیانو دغه ډله د نوبا په غرنۍ سیمه، د شنه نیل او د دارفور په لویدیځه سیمه کې په جګړو بوخت دي.

خو د عمرالبشیر د حکومت مخالفو سیاسي ډلو دغه وړاندیز ته سوړ غبرګون ښوولی دی.