امریکا د انټرنېټي جرم په تور څلور کسان نیولي

امریکايي چارواکي وايي په څلور وچو کې د اقتصادي درغلې په اړه د تحقیقات په ترڅ کې ۲۴ کسان د انټرنیټي جرمونو په شک نیول شوي دي.

په دې دوه کلنو عملیاتو کې چې مشري یې د امریکا فیدرالي اداره ایف بي ای کوي هغه هکران په نښه شوي چې په غلا کړو کردیدت کارتونو او بانکي معلومات یې راکړه ورکړه کړې ده.

دا هکران وروسته له هغه ونیول شول چې د پټو اجنټانو له خوا د تور مارکیټ په یوې غوڼدې کې یې ګډون وکړ.

امریکايي چارواکي وايي د دغو کسانو له نیولو کیدو سره د شاخوا د ۲۰۵ میلیونو ډالرو له لاسه ورکولو مخه ونیول شوه.