جاپان افغانستان ته تحصیلي بورسونه ورکوي

جاپان به په راتلونکو پنځو کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې ۵۰۰ افغان محصلینو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر حامد کرزي د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له سلاکارې مېرمن ساداکو اوګاتا سره په ارګ کې د خبرو پر وخت د دغو تحصیلي بورسونو او په افغانستان کې د لوړو زده کړو د ښه والي په اړه خبرې اترې وکړې.

اوس مهال په جاپان کې ۴۰ افغان محصلین په زده کړو بوخت دي او دوهمه ډله محصلین به هم د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې دغه هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره لاړ شي.