افغانستان او ناروې ستراتیژیکو سند لاسلیک کوي

افغان چارواکي وايي د افغانستان او ناروې تر منځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند محتوا نهایي شوې ده او دغه سند به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیک شي.

په کابل کې ولسمشر حامد کرزي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر جونس سټور سره په کتنه کې د دغه سند په هکله خبرې وکړې او له ناروې هېواد نه یې مننه وکړه چې له افغانستان سره د ګډو اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کوي.