عنان پر سوريې د جینیوا غونډې ته هیله من دی

د سوریې لپاره د سولې نړیوال استازی کوفي عنان وايي، دی هیله من دی، چې په جینیوا کې د شنبې ورځې (د جون ۳۰) خبرې به د منلو وړ پایلې را وباسي.

ښاغلی عنان د داسې بحث لپاره چتموالی نیسي، چې د لویدیځ او منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په کې جرګه شي.

د عنان وروستی پلان په سوریه کې د متحده حکومت جوړول دي خو روسیې بیا په دغه پلان بدلون راوستی، چې برتانیا، فرانسې او امریکا رد کړی دی.

خو د سوريې ولسمشر بشرالاسد ويلي، په هېواد کې به یې د شخړو د پاى ته رسولو لپاره هيڅ ډول بهرنۍ لاسوهنه ونه مني.