امریکا د ایران پر سر پر چین بندیزونه وځنډول

دامريکا متحده ايالتونو، له ايران نه د تيلو د پېر له کبله د چين پر ضد مالي بنديزونه د شپږو مياشتو لپاره ځنډولي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنتن وويل، د اوباما اداره له دې راضي ده چې بيجينگ له ايران نه د تيلو په وارداتو کې د پام وړ کموالى راوستى دى.

د دې پرېکړې مانا داده، چې د ايران د تيلو شل مهم رانيونکي هيوادونه به په موقت ډول له بنديزونو خلاص وي.

په پام کې وو چې نن دغه بنديزونه پيل شوي واى.

مالي سزا د لوديځ د هغو هڅو يوه برخه ده ، چې تهران اړباسي چې د داټومي وسلو د جوړولو له ادعا شوي پروگرام نه لاس واخلي .