هند کې پولیسو ۱۷ ماویستي وسله وال وژلي

په مرکزي هندوستان کې پولیس وايي، تېره شپه یې په جګړو کې ۱۷ ماویستي وسله وال وژلي دي.

جګړه د جون ۲۸، ناوخته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې کله پولیسو او نیمه ملیشه ځواکونو د چتیسګرا ایالت په بستار ځنګلي سیمه کې کمین نیولی وو.

ځايي خلکو د چارواکو د هغې خبرې په اړه چې وژل شوي ټول وسله وال دی، لاریون هم پیل کړی دی.

په هند ماویستي وسله وال له نژدې یوې لسیزې راهیسې وسله والې کړنې کوي.

هغوی وايي، د بې وزلو له حقونو دفاع کوي. خو حکومت بیا دغه ډله د هندوستان امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ ګڼلې ده.

د یو بل خبر له مخې د هند په شمال ختیځ کې د اټکل له مخې نژدې یو میلیون وګړي اړ شوي، چې د سختو سیلابونو له امله خپل کورونه پریږدي.

چارواکي وايي، د موسمي بارانونو له امله سیلابونه راوتلي چې د دوی په وینا په تېره یوه لسیزه کې تر ټول خطرناک دي.

په سیلابونو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي هم دي.