لیبیایي زندان کې د ټول وژنې ورځ لمانځل کیږي

په تېرو ۱۶ کلونو کې د لومړي ځل لپاره لیبیا په هغه زندان کې د ټول وژنې ورځ لمانځي چې نژدې ۱۳۰۰ کسان په کې د پخواني ولسمشر ډاګروال قذافي د واکمنۍ پرمهال وژل شوي وو.

زندانیان په ۱۹۹۶ کال کې وروسته له هغې په ابوسلیم جیل کې ووژل شول، چې د یوه لاریون پرمهال یې په زندان کې د حالاتو د ښه کېدو او مناسبو محاکمو غوښتنه کوله.

په طرابلس کې د بي بي سي خبریال وايي، د ډګروال قذافي د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته دغه زندان اوس د لیبیایانو لپاره د تصویرونو په یوه ګالرۍ بدل شو چې هغو په کې پخوانۍ تورې شیبې را تازه کوي.