نورستان کې له سهار راهیسې جګړه روانه ده

د افغانستان په ختیځ ولایت نورستان کې چارواکي وايي، د کامدیش ولسوالۍ په مرکز کې له وسله والو طالبانو سره له سهار راهیسې جګړه روانه ده.

د نورستان دامنیې قومندان غلام الله نوروستاني بي بي سي ته وویل، وسله وال د پاکستان له لوري ورغلي او په درنو وسلو سمبال دي.

ښاغلی نورستانۍ وايي، په جګړه کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي خوا وايي کره شمېره یې نه لا نه ده مالومه.