م.م د مارچ ۲۰ د خوښۍ نړیواله ورځ اعلان کړه

په داسې حال کې چې د مارچ ۲۰ د نوي کال له ورځې سره سمون لري، ملګرو ملتونو دغه ورځ د خوښۍ د نړیوالې ورځې په نامه اعلان کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په اکثریت رایو یوه پرېکړه وکړه، چې دغه ورځ به د خوښۍ د نړیوالې ورځې په نوم وي.

د نورو نړیوالو ورځو په لیست کې، د شعر او مهاجرو مرغانو د ورځو نومونه هم راځي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې خوښي د هر انسان خوښه ده، ځکه یې دداسې یوې نړیوالې ورځ د اعلانېدو اړتیا وه.

دغه سازمان له هغو هېوادونو، چې د نوي کال جشن لمانځي، د خوښۍ د ورځې په مناستب د ښوونیز او کلتوري جشنونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د بوتان شاهي حکومت له ملګرو ملتونو د مارچ ۲۰ د خوښۍ د نړیوالې ورځې په توګه د نومولو غوښتنه کړې وه.