فرانسه کې یوه وسله والو دوه کسان په ډزو وژلي

د فرانسې په شمالي ښار لیلي کې یوه وسله وال کس د نایټ کلب دباندې دوه تنه په ډزو وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي هم دي.

پولیس وايي، دغه کس پخوا نایټ کلب ته له ننوتو منع شوی و، چې وروسته له ټوپک سره بیرته ورغلی و.

د وسله وال کس د نیولو هڅې روانې دي.