نړیوالو سوریه کې د منځ مهالي حکومت پلان جوړ کړی

نړیوال ستر ځواکونه په دې سلا شوي چې په سوریه کې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د یوه منځمهالي حکومت پلان جوړ کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن وویل په ژنیو کې موافقې په سوریه کې تر اسد وروسته رژیم راوستو ته لاره هواره کړه.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف وویل په تړون کې دا شرط نه شته چې په منځمهالي حکومت کې به څوک وي.

د سوریې لپاره د سولې نړیوال استازی کوفي عنان وایي، دا د سوریې پر خلکو پورې تړلې، چې څوک خپل مشر ټاکي:

''زه فکر کوم، چې نوی حکومت باید د خبرو اترو، بحث او د دواړو اړخونو په خوښه رامنځ ته شي. زه په دې شک لرم، چې د سوریې خلک، چې د خپلواکۍ لپاره یې سخته جګړه کړې، باید د دې وړتیا ولري، چې دوی څه ډول څه ډول حکومت ټاکي او څه ډول یې مخ ته بیايي.''