امریکا کې توپانونو اته کسان وژلي

د امریکا متحدو ایالتونو په ختیځ کې سخت توپانونه شوي چې لږ ترلږه اتنه تنه يې وژلي او سختې ویجاړۍ یې رامنځ ته کړې دي.

په اوهایو، ویرجینیا او شمالي ویرجینیا کې بیړنۍ حالت اعلان شوی او تر ۳ میلیونو زیات کورونه بريښنا نه لري.