پاکستان کې څارګرو الوتکو اته کسان وژلي

پاکستاني چارواکي وايي د امريکا بې پيلوټه الوتکې بريد کې اته کسان د پاکستان په شمال لويديځ کې وژل شوي دي.

بريد کې د شمالي او جنوبي وزيرستان ترمنځ په پوله يوه ودانۍ په نښه شوې ده.

د وژل شوو په اړه ويل شوي دي چې د حافظ گل بهادر په مشرۍ د طالبانو ډلې سره تړاو لري.

دا ډله د حقاني شبکې ملگرې ده ، دا شبکه په دې تورنه ده چې افغانستان کې ېې د ناټو د ځواکونو پر ضد گڼ بريدونه ترسره کړي دي.