اسپانیا د اروپا د فوټبال نړیوال جام وګاټه

اسپانیا د اروپايي هېوادونو د فوټبال نړيوال جام سيالۍ وگټلې.

اسپانیا په کيف کې ايټاليا ته د صفر په مقابل کې په څلورو گلونو ماتې ورکړه.

دا ددې لوبو په تاريخ کې تر ټولو لوى واټن سره د يوۀ ټيم برى دى، دغه راز د ۱۹۲۰ کال نه راپدېخوا لومړى ځل دى چې اسپانيا ايټاليا ته يوې لویې سيالۍ کې ماتې ورکوي.

دې بري سره د هسپانېې ټيم لومړنۍ لوب ډله گرځېدلې چې په پرله پسې توگه درې لوېې نړيوالې سيالۍ گټي