بشارالاسد د ترکۍ الوتکې په ویشتو پښېماني ښودلې

د سوریې ولسمشر بشار الاسد یوې ترکۍ ورځپاڼې ته په خبرو کې د یوې پوځي ترکي الوتکې د ویشتلو له کبله یې پښېماني وښوده.

دغه الوتکه تېره میاشت د سوریې د ځواکونو له خوا په هغه ځای کې ویشتل شوې چې ترکیه یې نړیوال فضایي حریم بولي.

ښاغلي اسد ویلي د دوی هوایي دفاعي سیستم د پېښې تر مهاله دا نه وه ېیژندلې چې د ترکیې الوتکه ده.

ښاغلي اسد ویلي دا الوتکه په هغه کرښه روانه وه چې تر دې وړاندې ځینې اسراییلي جیټ الوتکو کار ترې اخیسته.