وسله وال د ناټو پنځه عسکر ټپیان کړل

د افغان پوځ په جامو کې یوه وسله وال د کابل په لوېديځ کې پر ناټو ځواکونو ډزې کړې، چې پنځه کسان یې ټپیان کړي دي.

ایساف د ټپي شوو پوځيانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو وايي پېښه د کابل څنګلوري ولایت میدان وردګو په یوه پوځي اډه کې شوې ده.

وايي برید کوونکی له سیمې تښتېېدلی، خو په اړه یې پلټنه پیل شوې ده.

په تېرو څو میاشتو کې د افغان پوځ په یونیفورم کې په وسلو د سمبالو کسانو بریدونه پر بهرنیو ځواکونو ډېر شوي دي.

د رپوټونو له مخې، په تېرو څو کالو کې د پوځ په جامو کې د برید کوونکو په ډزو لږترلږه ۲۶ بهرني پوځيان وژل شوي دي.