کینیا له ایرانه د تېلو په واردولو کې زړه نازړه دی

کینیا وايي وروستۍ پریکړه یې نه ده کړې چې د یوې موافقې له مخې له ایران نه ۳۰ میلیون بېرله تېل وارد کړي او کنه.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اروپايي اتحادیې له ایران نه د تېلو پر وارداتو بندیزونه لګولي دي.

د کینیا د انرژۍ وزارت یوه ویاند ومنله چې له ایران نه د تېلو د واردولو لومړنۍ موافقه تیره میاشت لاسلیک شوې وه خو وايي قانوني ژمنیتا ورته نه لري.

د امریکا متحده ایالاتو له نورو حکومتونو غوښتنه کړې چې له ایرانه د اتومې پروګرام په اړه يې د اندیښنو له امله د تېلو واردات کم کړي.