فیفا: د کلبونو ترمنځ د لوبغاړو د لېږد بیه رالوېدلې

د فوټبال مشرتابه پلاوی یا فیفا وايي د بېلا بېلو هېوادونو د کلبونو ترمنځ د لوبغاړو د لېږد بیه په تېرو شپږو میاشتو کې سخته رالوېدلې ده.

ریښتینې بیه تر ۱۰ سلنې رالویدلې، خو د دوی ټولیز ارزښت درې چنده راټیټ شوی دی.

د فیفا د یو ویاند په آند د دې لامل ښايي اقتصادي بحران او په اروپا کې د فټبال نوې اقتصادي تګلارې وي.