د اسد له حکومته بېل شوی جنرال فرانسې ته په لار دی

راپورونه وايي د سوریې یوه جنرال چې له ځواکمنې کورنۍ او ولسمشر بشارالاسد ته نژدې و سوریه خوشې کړې او د فرانسې په لور روان شوی دی.

جنرال مناف تلاش ته نژدې یوه سرچینه وايي چې هغه پاریس ته په لار دی چېرې چې ولسمشر فرانسوا اولاند د څه باندې ۱۰۰هېوادونو د استازو پر وړاندې نړیوال کنفرانس پرانیست.

په دغې نړیوالې غونډې کې به ګډون کوونکي د شخړو د پای ته رسولو په لارو چارو خبرې وکړي.

یو تن سوریه يي فعال امر الصادق د پاریس له غونډې د خپلو تمو په اړه وايي:

"هغه څه ته چې موږ پام کوو دا دي چې نړیواله ټولنه په دغې غونډې کې څه جدي ګامونه اوچتوي. موږ په عمل کې هیڅ هم نه وینو. نړیواله ټولنه او خلک چې وايي موږ د سوریې دوستان یو لکه اروپا، امریکا او په ټوله کې لویدیځ، ښې خبرې کوي خو په عمل کې څه هم نه کوي. په داسې حال کې چې روسیې او چین خپل ځانونه د سوریې د خلکو دښمنان څرګند کړي او د سوریې حکومت ته وسلې برابروي".