برما کې د محصلينو له ۲۰ زيات مشران نيول شوي

د برما دیموکراسي پلوي فعالين وايي په ټول هېواد کې د محصلينو له ۲۰ زيات مشران نيول شوي دي.

خو له دغو نيونو او په شخصي جامو کې د پوليسو له شتون سره سره د دغې پېښې په اعتراض کې شاوخوا ۳۰۰ کسان په پلازمېنه رنګون کې راټول شوي وو.

د بي بي سي يو خبريال وايي پرته د دغو کسانو له خوشې کېدو بل هر ګام به د حکومت د هغو ژمنو نه سرغړونه وبلل شي، چې وايي اصلاحات راولي.