عنان: د سوریې لپاره د سولې پلان ناکام دی

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کوفي عنان دا منلې چې د سوریې لپاره دده د سولې پلان تر دې مهاله ناکامه دی.

ښاغلي عنان ویلي شواهد ښیي چې ددغه هېواد د شخړو د له منځه وړلو او د سیاسي حل لارې د موندلو هڅې یې بریالۍ نه دي.

له یوې فرانسوۍ ورځپاڼې ''لي موند'' سره په مرکه کې ښاغلي عنان وویل ایران چې د ولسمشر اسد د حکومت پلوی دی، باید د سولې په خبرو کې ورګډ کړای شي.

د سوریې فعالین وایي د شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د شخړو په پایله کې څه باندې پنځوس کسان وژل شوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي چې په سوریه کې باید د ملګرو ملتونو د څارونکو شمېر لږ شي او دا چې دوی باید ددې پر ځای پر سیاسي منځګړیتوب غور وکړي.