مکسیکو د ټاکنیزو پایلو ضد لاریون وکړ

په مکسیکو کې د ټاکنو پر پایلو لسګونه زره خلکو یوه اوونۍ وروسته اعتراض کړی، چې انزیکاه پینا نیه تو په کې بریالی اعلان شو.

مظاهره کوونکو، چې ډېری یې محصلین وو، له هېڅ یوه ګوند سره تړاو نه درلود، او وايي چې ټاکنې نه رڼې وې او ښآغلي پینا نیه تو په کې رایې په پیسو رانیولې دي.

خو دا تور د ښاغلي پینا نیه تو له لوري رد شوی دی.

تر دې مخکې د نوموړي اصلي ټاکنیز سیال مانویل اوبرادور په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی اعلان شوی و.

اوبرادور د کیڼ اړخي "پي آر آی"ګوند کاندید دی، چې وايي د ټاکنو پایلې نه مني، او ځانګړې ټاکنیزې محکمې ته به شکایت وکړي.