د روسیې سېلابونو ۱۴۴ کسان وژلي

روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین د هېواد جنوب کې هغو سېلاب ځپلو سیمو ته تللی، چې لږترلږه ۱۴۴ انسانانو خپل ژوند په کې له لاسه ورکړ.

ښاغلی پوتین د یوې الوتکې په مټ سېلاب ځپلې سیمې کتلې او ارزولې دي.

د نووراسیسک لاره تړل شوې او د تګ راتګ ټول وسایل په ټپه ولاړ دي.

چارواکي وايي، مرستندویه او ژغورونکې ډلې د چورلکو له لارې سیمې ته تللې دي.