هندۍ تورنه لوبغاړې په ضمانت خوشې شوه

د هند د لوېدیځ بنګال ایالت یوې محکمې هغه هندۍ لوبغاړې د ضمانت په بدل کې خوشې کړه، چې د جنسي تېري تور پرې لګېدلی و او داسې ویل کېدل چې نوموړې اصلاً نارینه دی.

د اسیا په کچه طلايي مډال ګټونکې پنکې پرامانیک تېره میاشت د خپلې ښځینه ملګرې له خوا له تور لګېدو وروسته ونیول شوه، خو نوموړې په ځان لګیدلي ټول تورونه رد کړل.

دې ته د طبي معایناتو کولو امر وشو، چې باید خپل جنسیت ثابت کړي. ویل کیږي، چې د دې معایناتو رپوټونه به د پرېکړې پر مهال محکمې ته وړاندې شي.